ټولنه

دکندز دالچين پله دبيا جوړولو لپاره هلې ځلې .

-کابل باختر د وږي څلورمه :
دکندز ولايت  په مربوطاتو کې دالچين دستر پله دبيا جوړولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي .
دغه پل چې  دتخار اوبدخشان ولايتونه اودکندز ولايت زياتره ولسوالۍ له کندز ښار سره نښلوي  او دافغانستان اوتاجکستان  يواځنۍ  ترانيزيتي لاره  بلل کيږي په دې وروستي  وختو کې دوسله والو طالبانو له خوا ويجاړه شوه .
وسله والو طالبانو دبمونو په کارولو سره ددغه ستر درې سوه متري پله ځينې  برخې ويجاړې  کړې.
اوس کوچني ګړندي موټرونه کولاى شي ددغه پله له يوې څنډې څخه تګ راتګ وکړي خو دبار وړونکو موټرو پرمخ تړلى دى .
اوس چې پوځيانو دالچين پله ساحه دطالبانو له ادارې څخه ايستلې ده ددغه پله دترميمولو لپاره زمينه برابره شوې ده .
دکندز والي اسد الله  عمر خيل  له خبريالانو سره په غونډه کې  وويل چې دالچين پل به تر دريو ورځو پورې بيا جوړ او د استفادې وړ وګرځي .
ده وويل چې ددغه پله دجوړولولپاره کار پيل شوى دى او ډير ژر به دغه پل دتجارتي کاروانونو پرمخ هم پرانستل شي .    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته