ټولنه

دواورې داورښت له امله ددايکندي له مرکز سره دنهو ولسواليو لارې تړل شوي دي

کابل باختردسلواغې دمياشتې   ٣ :

دواورې داورښت له امله نن  ددايکندي ولايت  له مرکزسره  ددغه ولايت دنهو ولسواليو مواصلاتي لارې تړل شوي دي.

درارسيدلو خبرونوله مخې  په دغه ولايت کې  دواورې اورښت دوام لري او ويل کيږي  چې ددغه ولايت  په ځينوسيمو کې تراويا سانتي مترو پورې واوره شوې ده .

ددايکندي والي قربانعلي ارزګاني دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې دواورې دغه  اورښت  نن ددايکندي ولايت له مرکز سره دنهو ولسواليو سړکونه دترافيکو پرمخ تړلي دي .

دارزګاني دڅرگندونوله مخې دواورې  اورښت  له توپان اولړي سره جوخت دي  اوله امله يې دقلاق غاښي  چې کابل ددايکندي له ولايت سره نښلوي دترافيکو پرمخ تړل شوي دي.

په همدي حال کې ددايکندي والي وويل  چې دوي ددغه ولايت  له  عمومي لارو څخه دواورې دپاکولو قرارداد له يو خصوصي شرکت سره لاسليک کړي دي .

دغه شرکت ددايکندي ولايت دمواصلاتي لارو دپرانستلو لپاره خپل کار پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته