ټولنه

دولتي کارکوونکي په انتخاباتي مبارزوکې د لاسوهنې حق نه لري

کابل باختر د تلې نهمه :
د لوګر والي وايي چې هيڅ دولتي کارکوونکی د انتخاباتي مبارزو په بهيرکې د لاسوهنې حق نه لري .
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې:
  دغه ټکى د لوګر والي محمد انور خان اسحاق زي د دغه ولايت د امنيه قوماندان محمد ابدالي، د ملي امنيت د رييس مير فيض الله سادات، د ولايتي شورا د رييس حسيب الله ستانکزي او د دغه ولايت د نورو مسوولينو په ګډون په يوه غونډه کې بيان کړ .
د لوګر والي وويل: هيڅ دولتي کارکوونکی په انتخاباتي بهيرکې د لاسوهنې حق نه لري او هغه کسان چې په دغه شان کارونو لاس پورې کړي، له هغوى سره  قانوني چلند کيږي .
ده له نوماندانو څخه وغوښتل چې خپل انتخاباتي پروګرامونه دې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د طرز العمل له مخې ترسره کړي .
دغه راز ده له نوماندانوڅخه وغوښتل چې د خپلو انتخاباتي پروګرامونو د امنيت د تامينولو لپاره دې امنيتي مسوولينو ته  خبر ورکړي .
په  لوګر ولايت کې د څلورو تنو ميرمنو په ګډون ۳۸ تنه د ولسي جرګې لپاره  نومونه ليکلي دي چې له دې جملې څخه درې تنه نارينه او يوه ښځه ولسي جرګې ته لاره مومي .
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته