امنیت

دولس طالبان په دايکنډي کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۱۵مه / باختر
دولس وسله وال طالبان له پرون څخه راپدېخوا په دايکنډي کې وژل شوي دي.
د دايکنډي د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر ګل آقا سجادي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د دايکنډي د پاتو ولسوالۍ په قخور کلي کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په نښتو کې ووژل شول.
سجادي زياته کړه چې په دغو نښتو کې پنځه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوی دوه کلاشينکوفونه، يو توغندى ويشتونکی، يوه پيکا او يوه ليزري وسله مهماتو سره ترلاسه شوه.
هغه زياته کړه چې په دغو نښتو کې يو امنيتي منسوب او د ولسي پاڅون کوونکو يو غړى شهیدان شول.
د دايکنډي د امنيې قومندانۍ د مطبوعاتو آمر وويل چې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه لا هم دوام لري.
ختم-شکريه-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته