امنیت

دولس طالبان په فاریاب کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۲۱مه / باختر
په فاریاب کې تېره شپه ۱۲وسله وال طالبان له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند باختر آژانس ته وویل چې دغه جګړه د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالۍ په شنه ساحه کې ونښته چې په پایله کې ۱۲ طالبان ووژل شول او ۸ نور یې ټپیان شول.
هغه زیاته کړه چې په دې جګړه کې د طالبانو جنګي وسایل او څو موټر هم د پوځيانو لاس ته ورغلل.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته