امنیت

دولس طالبان په قندهار کې ووژل شول

– کابل / د کب ۱۱مه / باختر
په قندهارکې په نویوهوايي بریدونو کې ۱۲ وسله وال طالبان ووژل شول او ۳ نور یې ټپیان شول.
پر دغو طالبانو نن سهار د ارغنداب ولسوالۍ په سمیع قلعه چې او ناګهان کلیو کې بریدونه وشول.
د رارسېدولو خبرونو له مخې؛ طالبانو د پوځيانو پر پوستو د بریدونو لپاره چمتو کېدل چې هوايي ځواکونو بریدونه پرې وکړل.
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دغو هوايي بریدونو کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور یې ټپیان شوي دي.
د یو بل خبر له مخې:
درې وسله وال طالبان په قندهار کې د خپل ماین ښکار شول.
دغه طالبان نن سهار غوښتل یې د پنجوايي ولسوالۍ په شاه قلندرکلې کې ماین ځای پرځای کړي.
پولیس وايي چې په دې چاودنه کې د کلي اوسېدونکو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته