امنیت

دولس طالبان په کندز کې ووژل شول

– کابل / د سلواغې ۲۵ مه / باختر
په کندز کې تېره شپه د وسله وال طالبانو برید په شا وتمبول شو او د دغې ډلې ۱۲ غړي هم ووژل شول.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختر آژانس ته وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د پوځیانو پر پوستې د طالبانو برید په شا وتمباوه.
جمال زیاته کړه چې په جګړه کې ۱۲ وسله وال طالبان ووژل شول او ۳ نور یې ټپیان شول.
هغه زیاته کړه چې په پېښه کې دوه پوځیان هم ټپیان شوي دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته