ورزش

دولس کلن افغان ستورى عمران سيف الدين د ويستهام يونايتد د فوټبال له ټيم سره يوځاى شو

– کابل /د ليندې ٦مه /باختر
د فوټبال افغاني الاصل ستورى عمران سيف الدين د انګلستان په غوره ليګ کې د ويستهام يونايتد د کلپ له اکاډمى سره يوځاىشو.
عمران چې ١٢کلن دى اود ويستهام د کلپ مسوولين چې له توپ سره د هغه د لوبو ننداره کوله له هغه سره دوه کلن قرارداد لاسليک کړ.
هغه له باختراژانس سره په خبروکې هيله وکړه وکولاى شي يو ورځ د ويستهام يونايتد د لويانوپه ټيم کې او د انګليس دغوره ليګ په سترو ټيمونوکې لوبه وکړي .
د ويستهام يونايتد ټيم چې اوس د انګلستان فوټبال په غوره ليګ کې شتون لري عمران يې د فوټبال نړى د يو غوره استعداد په توګه ياد کړ او ويلي دي هغه به يو ورځ د اروپا د فوټبال له غوروڅيرو څخه وي.
عمران له خپلې کورنى سره په انګلستان کې ژوند کوي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته