خبرونهامنیت

دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تړاو ونيول شول

۲۹- کابل / د مرغومي ۲۱ مه / باختر
د تخار د امنيې قوماندانۍ پوليسو نن دوه تنه په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند ونيول.
د تخارد امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول خليل اسير باختر آژانس ته وويل چې د تخار د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو دوه تنه چې څه دپاسه ١٦کيلوګرامه اپين په يو موټر کې ځاى پرځاى کړي وو او کندز ته يې لېږدول، د تالقانو ښار په امنيتي پوسته کې د پلټنې په وخت کې ونيول.
پېښه تر څېړنې لاندې ده.
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته