امنیت

دوه تنه نن سهار دکابل ښار په دريم مکروريان کې د شخصي دښمنى له امله ووژل شول

کابل باختر دسلواغي اتمه :
دوه تنه  نن سهار دکابل ښار په دريم مکروريان کې له فزيکي نښتې وروسته چې د شخصي دښمنيو زيږنده وه؛ ووژل شول .
دپوليسو يو خبرځاى ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: يوځوان هلک  نن سهار له وسلې سره په دريم مکروريان کې د يوه سړي کور ته ننوت چې ويل کيږي له هغه سره يې ستونزه لرله؛ له ناندرو وروسته ددغه کور له اوسيدونکو سره نښته وکړه او ددغه کور دوه تنه غړي يې ووژل او په خپله ټپي شو.
پوليس وايي چې د پيښې عامل يې نيولى دى او پوليس خپلو تحقيقاتو ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته