امنیت

دطالبانو ترمنځ دمخالفتونو له امله پنځلس تنه ووژل شول .

کابل باختر دزمري  دولسمه :
په فارياب  ولايت کې   دوسله والو طالبانو  دډلو دخپل منځني جګړو له امله پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوولس  تنه  نور ټپيان شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دلومړي لوا وياند محمد رضا رضايي دباختراژانس خبريال ته وويل دقيصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ددوو ډلو طالبانو ترمنځ دپرونيو جګړو له امله  له  دواړو لورو څخه پنځلس تنه ووژل شول او يوولس تنه نور ټپيان شول .
ويل کيږي چې دغه جګړې  دطالبانو دخپل منځي اختلافونو  له امله دقوماندان ملا حفيظ الله  او دطالبانو دنومول شوى والي د مرستيال ملا محمد ترمنځ ونښتي .   ديوبل خبر له مخې شپږ تنه وسله وال طالبان تيره شپه دقيصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددوى له خوا د ښخ کړى شوي ماين قرباني شول .
رضايي  زياته کړه  دطالبانو دماين جوړولو يو ماهر په خادم مشهور ملاباري  کله يې چې غوښتل  په امنيتي ځواکونو  دبريد په مقصد دقيصار ولسوالۍ دراکليک په سيمه کې ماين ښخ کړي  ماين وچاوديد او هغه يې دپنځو تنو نورو سره وواژه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته