امنیت

دوه تنه په بادغيس کې د ماين په چاودنه کې ووژل شول

کابل /د ليندې ٦مه /باختر
د بادغيس سيمه ييزمسوولين تاييدوي چې ٢ تنه تنکي ځوانان د يوماين په چاودنه کې ووژل شول او يو لس کلن ماشوم ټپي شو.
د بادغيس امنيه قوماندان مولوي عبدالستار صابر وايي دغه پېښه دوه ورځې مخکې د دغه ولايت د مقر ولسوالۍ د چشمه دزدک په سيمه کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه چې قربانيان د خپلوڅارويو په پولو بوخت وچې ماين وچاودې.
صابر ادعا وکړه چې دغه چاودنه د پخوانى حکومت د امنيتي ځواکونويوې پوستې ته څيرمه رامنځته شوې ده.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته