روغتیا

دوه تنه په تېرو څلور ویشتو ساعتوکې د کرونا ویروس قرباني شول

– کابل / د کب ۶ / باختر
د عامې روغتیا د مسوولینو د څرګندونوله مخې، په تېرو ۲۴ ساعتوکې په هېواد کې ۱۶ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې، په هېواد کې د کرونا ویروس د شپاړلسو نویوپېښو په ثبتولوسره په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر۵۵ زره ۶۸۰ تنو ته رسېدلی دی.
دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتوکې په کرونا ویروس ۲ اخته کسان مړه شوي دي چې په دغه ویروس د اخته کسانو د مړه شویوکسانوشمېردوه زرو ۴۳۸ تنوته رسېدلی دی او د روغ شویو کسانو شمېر۴۹ زره ۸۶ تنوته رسېدلی دی .
د عامې روغتیا وزارت د کرونا د هندي واکسین د تزریق بهیر پرون په رسمي توګه په افغانستان کې پيل کړ.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته