امنیت

دوه تنه په فارياب کې له ځان مرګې بريد مخکې ونيول شول.

کابل – دمرغومې اوولسمه :
دملي اردو دمنسوبينو په فارياب ولايت کې دوه تنه مخکې له دې چې په ځان مرګې بريد لاس پوري کړي  ونيول شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر وايي دغه دوه تنه دفارياب ولايت دمرکز ميمنې ښارته څيرمه هغه وخت ونيول شول . چې ځانمرګې بريدونوته  چمتو شوي و دغه دوه تنه په يو کورکې پټ شوي و چې دکور خاوند هم  نيول شوى دى .
دغه دوه تنه په داسې حال کې نيول کيږي چې دميمنې ښار د لوى اختر په لومړۍ ورځ په يو جومات کې دلمونځ کوونکې پرخلاف دځانمرګې بريد شاهد و چې له امله يې يو شمير لمونځ کونکې ووژل شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته