خبرونهامنیت

دوه تنه په نیمروز کې له یوې اندازې نشه يي توکو سره ونیول شول

زرنج / دسلواغې ۱۸ / باختر
د نیمروز پولیسو پرون دوه تنه په دغه ولایت کې له یوې اندازې نشه يي توکو سره ونیول .
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول ابراهیم امیني باختر آژانس ته وویل چې د دغې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبانو دغه کسان د دغه ولایت د مرکززرنج ښار په مربوطاتو کې ونیول .
امیني زیاته کړه چې له نیول شویو کسانوڅخه څه دپاسه دوه کیلو ګرامه اپین او چرس ترلاسه شول .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته