امنیت

دوه تنه په پنجشیر کې د نشه يي توکو د قاچاقوپه اړوند ونیول شول

کابل / د سلواغی ۱۲ باختر
پولیسو دوه تنه نن د پنجشیر د مرکزبازارک ښارپه مربوطاتوکې د نشه يي توکو د قاچاقوپه اړوند ونیول.
د پنجشیر د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونوپرخلاف د مبارزې مدیرګلستان عاصم باخترآژانس ته وویل چې پولیسو دغه دوه تنه د دغه ولایت د بازارک ښارپه مربوطاتوکې د پلټنې په بهیرکې ونیول.
هغه وویل چې له دغوکسانوڅخه څه نا څه ۵۰ کیلوګرامه چرس او ۹ کیلوګرامه اپین ترلاسه شوي دي له دوی څخه د پولیسو څېړنې دوام لري.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته