امنیت

دوه تنه په پنځه پنځه کاله بند محکوم شول

په کونړ ولايت  کې  يوې محکمې په پوهنې دمرستې دبسکېټونو او غوړيو دپلورنې دپيښې په اړوند درې تنه په پنځه پنځه کاله  بند محکوم کړل دغه دوه تنه  تورن  کسان په کونړ کې ديوه ښوونځي  ښوونکې اوسرښوونکې دي او دريم شخص دوکاندار دى.

دکونړ دښاري محکمې رييس قاضي محب الله  وويل دغه ښوونکې اوسرښوونکې  کله يې چې غوښتل له زده کوونکو سره دمرستې يوه زياته اندازه بسکېټ او غوړي په دريم ګړي شخص چې  دوکاندار دي وپلوري  دپوليسو له  خوا ونيول شول.

ددغو تورنو ددوسيې څارنوال وايي چې  دوى دمحکمې پريکړه  نه  ده منلي  او دويمي محکمې  ته يې دخپلو دوسيو دليږلو غوښتنه کړي ده.

په همدي حال کې دکونړ دښاري محکمې رييس دباختر ا طلاعاتي اژانس ته وويل چې ددغې محکمې پريکړه وروستۍ نه ده له  دې امله دوي دويمي محکمې ته ددوي ددوسيو دليږلو لپاره دتورنو غوښتنه منلې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته