امنیت

دوه تنه په کابل کې دوسلو دقاچاقو په تور ونيول شول .

کابل باختر د لړم شپږ ويشتمه :
دکابل  ګارنيزيون دعمومي قوماندانۍ موظفين نن دکابل  ښار دپنځمې ناحيې په مربوطاتو کې دوه تنه دوسلو دقاچاقو په تور ونيول.
دکابل  ګارنيزيون قوماندانۍ ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره  باختراژانس ته ويلي دي دکابل ګارنيزيون دلوى قوماندانۍ موظفينو يوه سراچه ډوله موټر  يوه تي تي تومانچه له يوې  اندازې مهماتو، تجهيزاتو او پوځي  جامو سره  او يوه اندازه چاوديدونکي توکي  ترلاسه کړل او په تور يې داکرام په نامه دواسطې چلوونکي  چې دلوګر ولايت  اصلي اوسيدونکي دى او اوس دبګراميو ولسوالۍ په شيوه کي کلي کې اوسيږي   او دميدان وردګو ولايت اصلي اوسيدونکى  حسيب الله يې ونيول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته