خبرونهامنیت

په ننګرهار کې وسلې او مهمات نیول شوي دي

کابل، د غبرګولي ۳ مه، باختر

په ننګرهار کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې وسلې او مهمات نیول شوي دي.

چارواکي وايي چیې دغه وسلې او مهمات پاکستان ته قاچاق کېدل.

د ننګرهار د استخباراتو رییس ډاکټر بشیر وايي چې دغه وسلې او مهمات په مرکز جلال آباد، مهمندرې ولسوالۍ او تورخم ښارګوټي کې نیول شوې دي. په خبره یې، د ترلاسه شویو وسلو په تړاو څلور تنه هم نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په یاد ولایت کې د وسلو د قاچاق په تور لسګونه تنه نیول شوي وو.

سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته