خبرونهامنیت

دوه تنه په کابل کې د غیر قانوني وسلو د لیږدونې په تور ونیول شول

کابل / دلیندۍ / ۱۸ / باختر
پولیسو نن دوه تنه د کابل په لومړۍ ناحیه کې د غیر قانوني وسلې د لیږدونې په وخت کې ونیول.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د باختر اژانس خبریال ته وویل د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې پولیسو، د سینما پامیر په ساحه کې د وسایطو د چک او کنترول په وخت کې په یوه لیږدونکي موټر کې یو کلاشينکوف او پوځي تجهیزات چې جواز یی نه درلود او په ماهرانه ډول ځای پر ځای شوي وو کشف او تر لاسه کړل.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته