امنیت

دوه دېرش طالبان په غزني ووژل شول

– کابل / د کب ۷ مه / باختر
دوه دېرش وسله وال طالبان پرون په غزني کې د پوځیانو په عملیاتو کې ووژل شول.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدخان سیرت، باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د عملیاتو په بهیر کې، د غزني ښار په (آرزوی خورد او آرزوی کلان) ساحو کې ووژل شول.
سیرت زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې ۱۰ نور وسله وال طالبان ټپیان شول او یوه اندازه جنګي وسایل او له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر هم ویجاړ کړای شو.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته