خبرونهامنیت

دوه دېرش کسان د طالبانو له بندخونې څخه آزاد شول

کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر

د کومانډو ځواکونو تېره شپه په بغلان کې د ١٢پوځيانو په ګډون ۳۲ تنه د وسله والو طالبانو له جېل څخه آزاد کړل.

د ځانګړو عملياتو قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ چې د کومانډو د ځانګړې قطعې ځواکونو په عملياتو کې ٢٠ ملکيان او ١٢ پوځيان د بغلان د ډنډ شهاب الدين په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو له يو جېل څخه آزاد کړل.

دغه راز درې وسله وال طالبان هم د کومانډویانو په عملياتو کې نيول شوي دي.

ختم-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته