ټولنه

دوه سوه اويا تنو ځوانانو ته دکارزمينه برابريږي

٢٨-کابل باختردمرغومي دمياشتې ٦ :

دسولى له پروګرام سره د دوه سوه اويا تنو يوځاى شويو ځوانانو ته دکارزمينه برابريږي .

دغو ځوانانو ته په هغې پروژه کې  چې دفوايد عامې وزارت اودبغلان ولايت دسولى دشورا له خوا پيل شوې  ده او يومليون ډالره پکې لګيږي دکار زمينه برابريږي.

دبغلان  دسولى له شورا سره ددغې پروژې  يوتن همغږي کوونکي حاجي محمد دباختر اطلاعاتي ا ژانس ته وويل  چې په دې پروژه کې دوه سوه اويا تنه ځوانان چې دسولى له پروګرام سره يوځاى شوي دي دپلخمري _ بغلان دلويې لارې دساتنې اوڅارنې په مقصد په کار ګومارل  کيږي .

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې ددغې پروژې عادى کوونکو ته په مياشت کې دوه سوه څلويښت ډالره او نورو ته له کارسره سم معاش ورکول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته