کابل / دکب ١٤مه /باختر
د بادغيس په ابکمري ولسوالۍ کې د څښاک داوبو يوه شبکه نن پرانستل شوه .
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ د اوبو رسولو دغه شبکه د کليو د بيا رغاونې اوپرمختيا وزارت له خوا د يونيسف د ادارې په مالي مرسته د څه ناڅه دريو ميليونوافغانيو په لګښت د بادغيس د ابکمري ولسوالۍ د ده جيني په کلي کې جوړه شوې ده .
ويل کېږي د اوبو رسولو د دغې شبکې په جوړېدو سره ٢٥٠کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوي دي .
ختم_ ج – ا