ټولنه

دوه سوه یتیم ماشومان په لوګرکې نغدي مرستې ترلاسه کړې

کابل / د تلې / ۲۵ / باختر
کورنیوچارو وزارت په لوګر کې په ۲۰۰ یتیمو ماشومانو نغدې پېسې ووېشلې.
د کورنیوچارو وزارت ویاند قاري سعید باخترآژانس ته وویل : دغه نغدي مرستې د پخواني حکومت د پوځيانو او د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو د یتیمانواو په هغوعام خلکوچې په تېروجګړو کې شهیدان شوي دي ووېشلې.
هغه زیاته کړه چې پرهرماشوم ۲۰۰۰ افغانۍ ووېشلې.
یتیم ماشومان دغه مرستې کافی نه بولي او وايي چې د افغانستان اسلامي امارت په دغو سختو شرایطوکې دوی ته زیاته پاملرنه وکړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته