امنیت

دوه طالبان د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې ووژل شول

– کابل / د کب ۱۰ / باختر
دوه وسله وال طالبان تېره شپه د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې په هوايي برید کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د باخترآژانس خبریال ته وویل : هوايي قواوو په ناوې ولسوالۍ کې د طالبانو د تروریستي ډلې د پلټنې پر پوسته چې د سیمې له خلکو څخه په زور سره پیسې اخیستلې برید وکړچې په پایله کې ۲ وسله وال طالبان ووژل شول او ۲ نورټپیان شول.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته