کابل / دلړم ١٣مه / باختر :
دوه وسله وال طالبان پرون په روزګان کې دپوځيانو په عملياتو کې ووژل شول .
دځانګړو عملياتو دقول اردو مطبوعاتي مسوول عبدالغفار نورستاني باختر اژانس ته وويل : دغه وسله وال طالبان ددغه ولايت په مرکز دترينکوت په صدمرده کلي کې د قول اردودمنسوبانوپه عملياتو کې ووژل شول .
نورستاني زياته کړه : په دغو عملياتو کې يومشکوک سړى ونيول شو او څلور ماينونه، ٦٠ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ، يوموټرسايکل ترلاسه شول او څلور اډې او تر ځمکې لاندې يو تونل کشف او وچول شو
ختم_شکريه_ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ