امنیت

دوه طالبان په غور کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ۲۹ مه / باختر
دوه وسله وال طالبان نن سهار په غور کې د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول او ۶ نور یې ټپیان شول.
د غور یو سیمه ییز مسوول باختر آژانس ته وویل چې د وسله والو طالبانو یو جوړ شوی ماین د غور د دولتیار ولسوالۍ د ګرماب قاضيانو کلي په جومات کې د دغې ډلې په منځ کې وچاودېد چې په پایله کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول او۶ نور یې ټپیان شول.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته