خبرونهامنیت

دوه غير مسوول وسله وال کسان  په پلخ کې ووژل شول

کا بل /د مرغومي ١٨مه /باختر

دوه غير مسوول وسله وال کسان  نن له غرمې مخکې د بلخ مارمل  په ولسوالۍ کې ووژل شول .

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل باختراژانس ته وويل  چې دغه دوه  تنه غير مسوول وسله وال کسان د بلخ ولايت په مارمل ولسوالۍ کې د غير مسوول وسله وال قوماندان  حاجي غوث  افراد و، چې د دغه قوماندان پرمرکز د ٨٨٨ قطعې د ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.

عادل زياته کړه چې پوليسو په دغو عملياتوکې د حاجي غوث پنځه تنه نور افراد له يوزيات شمېرجنګي وسايلو سره ونيول .

ختم_ ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته