امنیت

دوه ماين جوړونکي د ماين په چاودنه کې ووژل شول

٣٨- کابل / دسلواغې ١٨مه / باختر
د وسله والوطالبانو د ډلې دوه ماين جوړونکي نن په جوزجا ن کې ووژل شول.
د جوزجان د امنيې قوماندانۍ وياند باختراژانس ته وويل چې دغه دوه کسان د قوشتېپې ولسوالۍ د جرقدوق د نواباد په سيمه کې هغه وخت ووژل شول چې د بوشکه يي ماينونوپه جوړولوبوخت و.
خبرځاى زياته کړه دغو کسانو له زياتې مودې راپديخوا بوشکه يي ماينونه جوړول او د طالبانو ډلې ته يې لېږدول .
ختم –ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته