امنیت

دوه ماین ښخوونکي طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

– کابل / د کب ۱۱مه / باختر
په ننګرهار کې دوه ماین ښخوونکي طالبان په هوایي برید کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو نن سهار په شېرزاد ولسوالۍ کې هغه وخت هوایي برید وشو چې غوښتل یې په یو واټ کې ماین ښخ کړي.
د ننګرهار یوې امنیتي سرچینې باختر آژانس ته وویل چې په دغه برید کې دوه ماین ښخوونکي طالبان ووژل شول، خو بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته