امنیت

دوه ماین ښخوونکي په میدان وردګو کې ووژل شول

کابل/ د مرغومې ۳۰ مه/ باختر
د ۲۰۳ تندر قول اردو مسوولین وايي چې تېره شپه د میدان وردګو په سید آباد ولسوالۍ کې دوه ماین ښخوونکي ووژل شول.
د تندر قول اردو ویاند ایمل خان مومند باختر اژانس ته وویل چې دغه ماین ښخوونکي د سید آباد ولسوالۍ په خم سي سي سیمه کې د ماین ښخولو پر مهال افغان ځواکونو وژلي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته