امنیت

دوه ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٤ :
د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ په مربوطاتوکې د (حمزه) په نامه د ګډو محاربوي او چاڼيزو عملياتو په دوام د داعش د ډلې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون د دغې تروريستي ډلې دوه ويشت تنه غړي ووژل شول او د هغوى يوه اندازه وسله او  وسايط  ويجاړ او يوه اندازه وسله يې هم په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلې دي.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس  ته خبر ورکړ:
دغه عمليات پخوا د هوايي او توپچي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار ولايت د جنوب د ولسواليو په مربوطاتوکې پيل شوي دي چې په تيرو ٢٤ ساعتوکې د پيخه درې، مامنددرې او دلته بند بازار کليوکې د عملياتو  په بهيرکې د داعش  د تروريستي ډلې په پټنځيو ځپنده ګوزارونه شوي دي چې د دغو  ګوزارونو له امله د ثاقب او نعمان په نومونو د دوو تنو قوماندانانو په ګډون د داعش د تروريستي ډلې دوه ويشت غړي وژل شوي او يوه اندازه وسله او درې وسايط يې په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.
دغه راز د ننګرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ د آخندزادګانو په ساحه کې پنځه  ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړاى شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته