امنیت

دوه ويشت طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل / د وري٢٨مه/ باختر
دوه ويشت وسله وال طالبان تېره شپه د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغزني په قره باغ ولسوالۍ کې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو په چاڼيزو عمليات کې ٢٢ وسله وال طالبان ووژل شول او ٨ نور ټپيان شول.
په دغوعملياتو کې د وسله والو طالبانو پوځي تجهيزات هم له منځه وړل شوي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته