امنیت

دوه ویشت طالبان په دايکنډي کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۱۳مه / باختر
په دايکنډي کې په تېرو ٢۴ ساعتو کې ۲۲ وسله وال طالبان ووژل شول.
د دايکنډي د والي وياند سرور برلاس باختر آژانس ته وويل چې د پاتو ولسوالۍ په قخور کلي کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښو ک ٢٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وويل چې په دغو نښتو کې ٧ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
هغه زياته کړه چې وسله والو طالبانو د پاتو ولسوالۍ په قخور کلي کې پر امنيتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو بريدونه وکړل چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو دوه منسوبین شهيدان او دوه نور يې ټپيان شول.
له ۲۰ ورځو راپدېخوا په پاتو ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې دوام لري چې په پایله کې یې لسګونه کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوې او د دغه ولايت په مرکز او ګاونډيو ولسواليو کې ځای پرځای شوې دي.
ختم- شکريه –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته