امنیت

دوه وېشت کیلو ګرامه نشه يي توکي په زابل کې ترلاسه شول

– قلات/ د سلواغې ۴ مه/ باختر
په زابل کې څه د پاسه دوه وېشت کیلو ګرامه نشه يي توکي او ۱۸ لېټره تېزاب ترلاسه شوي چې په تړاو یې دوه تنه هم نیول شوي دي.
ځايي چاوراکي وايي چې نشه يي توکي په یوې مازدا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي و چې د قندهار – زابل د لویې لارې په اوږدو کې تېره شپه د قلات په مربوطاتو کې ترلاسه شول.
د زابل امنیه قومندان حکمت الله کوچي د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې په ترلاسه شویو نشه يي توکو کې ۹،۷ کیلو ګرامه هېرویین، ۱۳ کیلو ګرامه شیشه او ۱۸ لیټره تېزاب شامل دي چې په تړاو یې دوه تنه هم نیول شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته