امنیت

دوه ځوانې ښځې په فراه کې په ډزو سره ووژلې شوې

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې٢ نيټه : په فراه ولايت کې دوه ځوانې ميرمنې د يوې ډلې يرغلګرو په ډزوکې ووژلې شوې. په دغو دوو ځوانو ميرمنو نن له غرمې مخکې دفراه ښار دچاربرجک په ساحه کې د يرغلګرو له خوا ډزې وشوې او روغتون ته د ليږدولو په لاره کې ساه ورکړه. د فراه ولايت يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې قربانيان ديوې کورنۍ غړي وو. تر اوسه پورې د دغې وژنې علت او د يرغلګرو هويت نه دي روښانه شوي. د فراه پوليس وايي چې په دې باب څيړنې پيل شوې دي. پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته