امنیت

دوه څلويښت طالبان په قندهار کې ووژل شول

– کابل /د کب ٦مه /باختر
د طالبانو د ډلې د څو تنو پاکستاني غړو په ګډون ٤٢ وسله وال طالبان په قندهار کې په عملياتو کې ووژل شول.
دغه عمليات د سلګونو افغان ځواکونو په ګډون او د هيواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ په ٢٤ ساعتو کې د پنجوايي ،ميانشين او د ارغنداب د ولسواليو په ځينو سيموکې ترسره شول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرلو سره ويلي دي چې په دغو عمياتوکې د طالبانو د ډلې د څو پاکستاني غړو په ګډون٤٢ وسله وال طالبان ووژل شول او ٨ نور ټپيان شول.
زياتره دغه طالبان په هوايي بريدونوکې ووژل شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دغو بريدونوکې د وسله والو طالبانو څو پتنځي اوقرارګاوې له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي؛ افغان ځواکونو د قندهار له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٣٥ماينونو په کشف اوشنډولو سره د يولړ چاودنومخه ونيوله .
د دغوماينونود ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
ختم- ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته