خبرونهامنیت

دوه ښځينه پوليسانې په هرات- بادغيس لويه لاره کې ووژل شوې

۳۳ – کابل / د لړم ٢۷مه / باختر
وسله والو طالبانو په هرات – بادغيس لويه لاره کې دوه ښحينه پوليسانې په ډزو سره ووژلې.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ وسله والو طالبانو دغه دوه ښځينه پوليسانې په داسې حال کې چې د خپلې قرارګاه په لور روانې وې، پرون د هرات – بادغيس لويې لارې په تګلوري کې د برفک په نامه سيمه کې له موټر څخه کوزې کړې او په ډزو سره يې ووژلې.
د بادغيس يو امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې يرغلګر د دغو دوو ښحينه پوليسانو له وژنې وروسته وتښتېدل او د هغوى د موندلو او نيولو لپاره هڅې دوام لري.
تراوسه د دغه پېښې مسووليت چا نه دى منلى، خو د بادغيس امنيتي خبرځايونه یې وسله وال طالبان عاملين بولي.
ختم –ج- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته