١٥- کابل/ د سلواغې ٨مه/ باختر
د وسله والو طالبانو بريد تېره شپه په چهاربولک کې شنډ کړاى شو او د دې ډلې ١٢غړي ووژل شول.
د ځانګړوعملياتو د قول اردو مطبوعاتي دفترمسوول عبدالغفارنورستاني باختراژانس ته وويل په چهاربولک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو بريد شنډ کړاى شو.
هغه زياته کړه په دې پېښه کې١٢وسله وال طالبان ووژل شول، دوه مشکوک کسان ونيول شول او د هغوى يو شمېرجنګي وسايل ترلاسه او د هغوي يوه قرارګاه کشف او له منځه يووړل شوه. پاى \ ذ
5 د یوې دقیقې څخه لږ