امنیت

ديارلس طالبان د هېواد په جنوب کې ونيول شول

کابل / د زمري ٥مه / باختر
پوځي مقاماتو د هېواد په جنوب کې د وسله والو طالبانو د ډلې د ١٣غړو د نيول کېدو خبر ورکړ.
دغه وسله وال طالبان تېره شپه او نن له غرمې مخکې د هلمند، روزګان او قندهار ولايتونو په مربوطاتو کې د پوځيانو په عملياتو او د موټرو د پلټنې په وخت کې ونيول شول.
دهېواد په جنوب کې د ځانګړو ځواکونو يوه جګپوړي مقام باخترآژانس ته وويل: له دغو ١٣ وسله والو طالبانو څخه جنګي وسايل هم ترلاسه شول.
زياتره دغه وسله وال طالبان تېره شپه د قندهار- روزګان په لويه لاره کې د پوځيانو په بريدونو کې ونيول شول.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته