امنیت

ديارلس طالبان په بادغيس کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۲۵مه / باختر
ديارلس وسله وال طالبان پرون ماښام په بادغيس کې ووژل شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د بادغيس د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول وويل چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د بادغيس په مرکز پورې اړوند چاګرانو ساحه کې پر وسله والو طالبانو بريد وکړ.
خبرځاى زياته کړه چې په دغه بريد کې ١٣ وسله وال طالبان ووژل شول او ۵ نور یې ټپيان شول او د هغوى وسلې او مهمات له منځه يوړل شول.
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته