امنیت

ديوخصوصي پوهنتون رييس او دښاروالۍ دبرخې آمر په لښکرګاه کې ووژل شول

کابل باختر د ليندي  څلورمه :

دهلمند ولايت دمرکز لښکرګاه  دښاروالۍ دبرخې  آمر  او ديوخصوصي پوهنتون رييس  دوسله والو کسانو له خوا  په لښکرګاه ښار کې ووژل شول .

  دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ  دامنيت آمر  سمونوال شکور خان دباختراژانس خبريال ته وويل  دعبدالصمد توبه ګار په نامه  دخصوصي پوهنتون رييس  او دلښکرګاه  دښاروالۍ  دڅانګې آمر دناپيژاندووسله والو کسانو له خوا ووژل شول .  

ويل کيږي   چې دلښکرګاه ښار  دخصوصي پوهنتون رييس عبدالصمدتوبه ګار  دعبدالجبار په نامه دخپل يوه دوست له خوا  دشخصي دښمنيو له امله وژل شوى دى . 

  يوه اړونده خبرځاى وويل تراوسه پورې  دقضيې په اړوند دپوليسو له خوا  څوک نه دى نيول شوى . او دقضيې دعاملينو دموندلو  او نيولو لپاره  پلټنې پيل شوي دي .  دلښکرګاه ښاروال  محمد فاضل ساپي هم  ددغې ښاروالۍ  ديو ې برخې دآمر  وژل کيدل  تاييدوي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا