امنیت

اتلس طالبان په بادغيس کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۱۵مه / باختر
د يو قومندان په ګډون ١٨ وسله وال طالبان تېره شپه په بادغيس کې ووژل شول.
د ځانګړو عملياتو قول اردو مطبوعاتي مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د بادغيس د قادس ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کومانډويانو او دفاعي او امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې ووژل شول.
په وژل شويو کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان حمزه هم شامل دى.
خبرځاى زياته کړه چې په دغو عملياتو کې يو بل وسله وال طالب ټپي شو.
ختم- شکريه-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته