ټولنه

دپنجشير ولايت له کتابتون سره ديوزرو پنځه سوه ټوکو کتابونو مرسته وشوه

کابل باختر دثور ٢٤:
دپنجشير ولايت له کتابتون سره ديو زرو پنځه سوه ټوکو کتابونو مرسته وشوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، تر بيلابيلا عنوانونو لاندې  يو زرو پنځه سوه کتابتونه دپنجشير ولايت دلوړو زده کړو رياست ته ورکړ شول .
دپنجشير ولايت دلوړو زده کړو دموسسې  رييس سيف الله ضيايي وويل چې يو زرو پنځه سوه ټوکه کتابونه د پنجشير په نامه دقرهنګستان له خوا او دسنامجلس دلومړي نايب محمد علم ايزديار په مالي ملاتړ دغه کتابتون ته ورکړ شوي دي 
په همدې حال کې دپنجشير دفرهنګستان مسوول شکر الدين شکران  وايي درې سوه اويا ټوکه کتابونه د محصلانو دمعلوماتو  دزياتوالي  او دلوړو زده کړو  رياست دکتابتون دبډاينې  په مقصد  دغه کتابتون ته ورکړ شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته