اقتصاد

دپوزه ايشان دتحقيقاتي فارم دبيا رغونې کار پيل شو

کابل باختر دسلواغي  دويمه

 دپوزه ايشان دتحقيقاتي   فارم دبيا رغونې  دپروژې کار  دهيواد دکرنې او اوبو لګولو  وزارت د پرمختيايي   بودجې په لګښت  پيل شوه .

  د پوزه ايشان  دتحقيقاتي  فارم آمر شاه محمد  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، په دې پروژه کې  دپوزه ايشان دتحقيقاتي  فارم په پنځوس جريبه  ځمکه کې  دسړک  جوړولو کار شامل دى چې دکرنې او اوبو لګولو وزارت له پرمختيايي  بودجې څخه به ديو مليونو اته سوه زرو افغانيو  په لګښت په دوو مياشتو کې بشپړ شي .

 دپوزه ايشان دتحقيقاتي  فارم دآمر دڅرګندونو له مخې،  ددغه فارم  يو سلو پنځوس  جريبه ځمکه پخوا دکرنې او اوبو لګولو وزارت له خوا اواره  شوي  او تاکل شوې ده چې نور  ٢٦٨ جريبه يې  په  ١٣٩١ کال کې دفرانسې  په مرسته اواره شي .

 ده زياته کړه: په نږدي راتلونکي  کې به د دوه زرو مترو په اوږدوالي دفارم د انګر  ډيوال دجوړولو کار هم پيل شي چې دفارم داوارولو او ډيوالونو په جوړولو سره  به په دغه فارم کې دزراعتي  تجربو  د زياتي څيړنې زمينه برابره  شي او په دغه فارم کې به دڅارويو او غيرمسوولو کسانو دتګ راتګ مخه ونيول شي .

  دپوزه ايشان تحقيقاتي فارم  په  ١٣٤٧ کال کې  د ٤٦٨ جريبه ځمکې په ساحه کې  دکرنې او اوبو لګولو  وزارت له خوا جوړ او په بغلان ولايت کې دزراعتي تجربو دڅيړنې ښه سيمه بلل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته