سیاست

دڅلورو تنو نوماند وزيرانو اودسترې محکمې ددوو تنو غړو سندونه دڅيړنې لپاره ولسي جرګې ته لېږل شوي دي .

کابل باختر د مرغومي  اتلسمه :
ټاکل شوې ده څلور نوماند وزيران او دسترې محکمې  دوه تنه نوماند غړي په نږدې راتلونکې کې  دباور دراي  دترلاسه کولو لپاره دولسي جرګې عمومي غوڼدې ته معرفي شي.
دولسي جرګې ددوشنبې دورځې په غونډه کې  دولسي جرګې دويم مرستيال اميرخان ياروويل چې دکورنيو چارو ، ملي دفاع ، پوهنې او داطلاعاتو اوفرهنګ دنوماند وزيرانو او دسترې محکمې ددوو تنو نوماندو غړو سندونه ولسي جرګې ته رسيدلي دي .
باختراژانس دولسي جرګې ددويم مرستيال دڅرګندونو له مخې  خبرورکړ چې د ولسي جرګې دکميسيونونو درييسانو کميټه  تصميم نيسي  چې دغه نوماند وزيران او دسترې محکمې دوه تنه نوماند غړي څه وخت ولسي جرګې ته معرفي شي .
  بايد وويل شي  چې امر الله صالح او اسد الله خالد په دې وروستيو وختو کې دجمهوررييس غني دحکم له مخې دکورنيو چارو او دملي دفاع د وزارتونو دسرپرستانو په توګه معرفي شول .
دغه راز  ميرويس بلخي او حسينه صافۍ پخوا د هېواد دجمهور رييس دحکم له مخې دپوهنې او داطلاعاتو اوفرهنګ دوزارتونو  دسرپرستانو په توګه معرفي شوې و .
  ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته