سیاست

د وزيرانو شورا په نوبتي غونډه کې ګڼې مسئلې وڅيړل شوې

کابل باختر دمرغومي شپاړلسمه :
د وزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزى په مشرۍ دجمهوري رياست د ارګ د ګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه .
د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې دلوړو زده کړو وزير د غزني او بدخشان د ولايتونو دکانکور د آزموينو د بهير په اړوندغونډې ته رپوټ وړاندې کړ او زياته يې کړه: په غزني ولايت کې  د آزموينو بهير نورمال دى. يواځې د يوې حوزې آزموينه دحوزو دشمېر دزياتوالى په نسبت  له غرمې وروسته اخستل شوې ده. خو د بدخشان ولايت د بهارک ولسوالۍ دهغې سرغړونې په نسبت چې د آزموينې په بهيرکې شوې وه؛ د شپږو حوزو له جملې څخه  يواځې د يوې حوزې نتيجه د سندونو او مدارکو له مخې لغوه کړې شوې ده.
  ورپسې د بهرنيو چارو وزير د  هغومحصلانو د١٣٩٢ کال د مدد معاش نه ورکول  چې د سکالر شيپونو له مخې د بهرنيو هيوادونو بورسونو ته استول شوي دي؛  غونډې ته طرحه کړ.
د وزيرانو شورا د لوړو زده کړو، ماليې او د بهرنيو چارو وزيران موظف کړل چې په ټولوهيوادونو په تيره بيا د ماليزيا او چين په هيوادونوکې دمحصلانو د١٣٩٢ کال  مدد معاش  ډير ژر تدارک او هغوى ته يې وليږدوي.
ورپسې د وزيرانو شورا د عراق د مقدسه اماکنو د زيارت کوونکو د ستونزو د لرې کولو په باب له هراړخيزوخبرو وروسته دکورنيو چارو او د بهرنيو چارو وزارتونه  موظف کړل چې د وزيرانو شورا د ١٣٩٢ کال دليندۍ د مياشتې د اتلسمې نيټې  د ٣٤ ګڼه مصوبې د دويمې فقرې له صراحت سره سم اجراات وکړي.
دغه راز دحج او اوقافو وزارت ته يې دنده وسپارله چې دغه بهير دې په بنسټيز ډول داړونده طرز العمل له مخې د دغو وزارتونو په همکارۍ تعقيب او پړاونه يې  بشپړ کړي.
په همدې ترتيب د وزيرانو شورا دکابل او د لومړۍ درجه ولايتونو د هوايي ډګرونو له لارې د هيواد د جګپوړو دولتي کارکوونکو، سياستوالو، وکيلانو او سناتورانو د تيريدو په اړوند امنيتي او د ګمرکاتو ستونزې وڅيړله او څرګنده شوه چې کله ناکله دغه مقامات د امنيتي چک په اړوند د هيواد د هوايي ډګرونو امنيتي طرز العملونه نه رعايتوي.
د وزرانوشورا څرګنده کړه چې نافذ قوانين د هيواد په ټولو اتباعويوشان دتطبيق وړ دى. له دې امله  له استثنا پرته يې له دولتي چارواکو، سياستوالو، وکيلانو او سناتورانوڅخه وغوښتل چې په هوايي ډګرونوکې دې امنيتي طرز العملونه  رعايت کړي.
دغه راز  د کورنيو چارو او دماليې وزارتونه او دملي امنيت لوى رياست يې موظف کړ چې د قوانينو په يوخيل تطبيق سره ممنوعه ساحو ته د وسلو او د وسايطو  د ليږدونې او د هيوادپه هوايي ډګرونوکې د بې نظميو په کلکه مخه ونيسي او د ګمرکاتو د مسوولينو په همکارۍ دې دهغوى مالونه چک کړي.
  له اجندا سره سم د پيسو د پاکولو پرخلاف د مبارزې اوله جرمونو له پلوه دترلاسه شويوعوايدو د قانون او د تروريزم د تمويلولو پرخلاف د مبارزې د قانون طرحې  د عدليې د وزير له خوا غونډې ته وړاندې شوې.
د وزيرانو شورا له هراړخيزو خبرو وروسته  د عدليې وزير په ټينګار سره موظف کړ چې دغه قوانين دې د افغانستان د اساسي قانون د حکمونو په پام کې نيولو سره دغونډې له يادونې سره سم د دغه وزارت د علمي اوحقوقي تحقيقاتو د قانون جوړولو د چارو په انستيتوت کې يوځل بيا وڅيړي او تصحيح يې کړي او د وزيرانو شورا راتلوونکوغونډو ته دې  وړاندې کړي.
وروسته د ولايتي بودجې جوړولو پاليسۍ د ماليې د وزير له خوا غونډې ته طرحه شوه. څرنګه چې په دې پاليسۍ کې دهغې په تطبيق او څارنه کې د اقتصاد وزارت  کاري رول مشخص شوى نه و؛  تاييدنه شوه.
د وزيرانو شورا د ماليې او اقتصاد وزيران موظف کړل چې دغه پاليسي دې  يوځل بيا وڅيړي  او موافقه شوې طرحه دې د وزيرانو شورا راتلوونکو غونډو ته  وړاندې کړي.
دغونډې دکار په دوام د يوسلو شپږ څلويښتو مليونو افغانيو په ټوله بيه د دوه زره دوه سوه دوو تنو د ملکيت ٢١٩ اعشاريه ٣٨ جريبه ځمکې استملاک چې د فيض آباد او د بهارک ولسوالۍ ترمنځ  د سړک تر جوړولو لاندې راغلې ده؛ د فوايد عامې وزارت د معين له خوا غونډې ته طرحه شو.
د وزيرانو شورا د دغو ساحو استملاک په دې نسبت چې دملکيت په ټاکنه او د بيې په تثبيت کې لازم دقت نه و شوى، تاييد نه کړ.
دغونډې په پاى کې دوه مورده نړيوال تړونونه په دې ډول د بهرنيو چارو د وزير له خوا غونډې ته طرحه شول چې د تاييد وړ وګرځيدل:
_  دلاهه د١٩٥٤کال کنوانسيون او د وسله والو شخړو په بهيرکې د فرهنګي مالونو د ملاتړ په باب د هغه پروتوکولونه.
_  دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي امنيت دشورا د دفتر او د ايران د اسلامي جمهوريت دملي امنيت دعالي شورا ددفتر ترمنځ  دستراتيژيکي همکاريو  تفاهم ليک.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته