امنیت

دیارلس طالبان په فاریاب کې ووژل شول

کابل / د زمري ۱۳ / باختر
د طالبانو د ۵ قوماندانانو په ګډون ۱۳ طالبان په فاریاب کې ووژل شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند وايي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو نن سهارد فاریاب د اندخوی ولسوالۍ په مربوطاتوکې د طالبانو پر پوستو د بریدونو په پایله کې د طالبانود ۵ قوماندانانو، قاري غفور، قاري امین الله ، ملاستار، قاري محمد حسین او ملانجیب الله په ګډون ۱۳ طالبان ووژل شول.
خبرځای زیاته کړه چې د دغې جګړې په پایله کې ۷ طالبان ټپیان شول او ۲ هاموې موټرونه چې د ځانمرګي بریدونو لپاره چمتو کړي وو هدف ته له رسېدومخکې له منځه یوړل شول.
ویل کېږي د دغې ډلې یوشمېرنورغړي له ساحې څخه وتښتېدل.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته