خبرونهامنیت

دېرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

۳۶- کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
په ننګرهار کې ۳۰ وسله وال طالبان د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ووژل شول او ۲۸ نور یې ټپيان شول.
د طالبانو ډلې جګپوړى قوماندان مولوي ياسر هم په وژل شويو کسانو کې دى.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ وسله وال طالبان د تېرو ٢٤ ساعتو په بهير کې درې ځلې د حصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بريدونو ته راټول شوي وو چې هر ځل د دوى د راټولېدو پر سيمې هوايي او حمکني بريدونه وشول.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل چې د افغان ځواکونو په بريدونو کې د طالبانو د جګپوړي قوماندان مولوي ياسر په ګډون ٣٠ وسله وال طالبان ووژل شول او٢٨ نور یې ټپيان شول.
په وژل شويو کې د دغې ډلې پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته